د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د چین له سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

0
83

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کابل کې د چین له سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي.

26 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې ښاغلي وانګ یو په افغانستان کې د امنیت پر ټېنګښت د خوښۍ په څرګندولو وویل، چینايي چارواکي په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي او په دې باوري دي، چې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ارامتیا د چین په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی.

 

نوموړي وویل، په اقتصادي برخه کې د کابل او بیجنګ ګډې همکارۍ او هڅې دواړه لوري ښو پایلو ته رسولی شي.

 

هغه زیاته کړه، د کابل او چین تر منځ د مستقیمو الوتنو پیل د ښو اړیکو ښکارندوی دی. نوموړي وویل، چین د ستونزو د حل په موخه خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین او افغانستان د اړیکو مخینې ته په اشارې وویل، افغانانو تل د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې پاللې دي او اسلامي امارت ژمن دی چې افغان خاوره به د هیچا پر وړاندې ونه کارول شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اوبو د تنظیم او پاکو اوبو ته د کابل د ښاریانو د لاسرسي غونډه ترسره شوه.

 

 

سیاسي مرستیال افغان سوداګرو ته د چین لخوا د اسانتیاوو برابرولو له امله په مننې زیاته کړه، اسلامي امارت چینايي پانګوالو ته د هغوی د امنیت په ګ‌‌‌‌‌‌ډون ټولې اسانتیاوې رامنځته کوي. نوموړي په پای کې وویل، په افغانستان کې لویې ننګونې هوارې شوې او د شته ستونزو لپاره هم کار روان دی.

Leave a reply