اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ټاکل شوي خاص استازي سره کتلي.

اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ټاکل شوي خاص استازي سره کتلي.
26 مئي جمعه 2023
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د می ۲۶ مه، په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت سرپرست، م.سردار احمد شکیب، افغانستان لپاره د پاکستان له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي، آصف دراني سره د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې وکتل.
یاده لیدنه کې افغان سفیر د پاکستان د نوي استازي په توګه د ښاغلي دراني پر ټاکل کیدو خوښي وښودله او هیله یې څرګنده کړه چې د نوموړي په شتون کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل او دوه اړخیزې اړیکې لاپراخې شي.
اړوند موضوعات
آصف درانې له افغان سفیر څخه په مننې، ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او د دوه اړخیزو اړیکو د لاغښتلتیا لپاره به له افغان سفارت او نورو اړونده ادارو سره په همغږۍ خپلي پوره هڅي وکړي.