اسلام آباد کې د افغان سفارت سرپرست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې کړي.

0
61

اسلام آباد کې د افغان سفارت سرپرست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې کړي.

12 فبروري 2023

په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تیره ورځ د یاد سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له معین یوسف نسیم کوکر سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.

 

خبر زیاتوي چې په دغه کتنه کې، په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو په اړه مفصلې خبرې وشوې چې په ترڅ کې یې د سفارت سرپرست‏ په دغه هېواد کې د افغانانو بې ځایه ځورونه، د پاکستاني ویزو په برخه کې د شته ننګونو، د نادرکه افغانانو د برخلیک معلومول، په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته د مېشتو افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره د ګیټ پاس پیلېدل او نورو اړوندو ستونزو پر ژر تر ژره حل کېدو ټینګار وکړ.

 

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستيال په دغه کتنه کې په ياد هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او د دواړو لوریو ترمنځ د لازمې همغږۍ رامنځته کولو په پار یې د خپل وزارت په استازیتوب یو ځانګړی چارواکی سفارت ته معرفي کړ، تر څو ستونزې پر وخت شریکې او حل شي.

اړوند موضوعات

په پاکستان کې لوی افغان سفارت وایی: لادرکه شوې افغان محصل خپل پوهنتون ته بیرته ستون شوی.

 

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت په هڅو سلګونه افغان بندیان هم له بند څخه ازاد شوي وو.

حماد

Leave a reply