په پاکستان کې لوی افغان سفارت وایی: لادرکه شوې افغان محصل خپل پوهنتون ته بیرته ستون شوی.

په پاکستان کې لوی افغان سفارت وایی: لادرکه شوې افغان محصل خپل پوهنتون ته بیرته ستون شوی.
23 اکتوبر 2022
په پاکستان هیواد کې د افغانستان لوی سفارت پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه افغان محصل بیرته خپل پوهنتون ته ستون شوی، چې له درې څلور ورځو لادرکه و.
سفارت زیاتوي: د پنجاب پوهنتون لادرکه شوی افغان محصل، ليث عبدالرحیمزی خپل پوهنتون ته بیرته ستون شوی او خوندي دی.
اړوند موضوعات
د ننګرهار پوهنتون یو استاد پاکستان کې نادرکه شوی دی
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت له هغه سره په اړیکه کې دی او د ده د خوندیتوب ډاډ یې ترلاسه کړی.
نوموړی څو ورځي وړاندي د یاد پوهنتون په څلورمه دروازه کې لادرکه شوی و، چي له پیښي سمدستي وروسته، سفارت د نوموړي د ورکېدو موضوع له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړه، چي نن یي څرک ولګید او معلومه شوه چې هغه پخپله خوښه پرته له خبرتیا تبلیغ ته تللی و، او اوس بیرته را ستون شوی.






