د ننګرهار پوهنتون یو استاد پاکستان کې نادرکه شوی دی   

0
163

د استاد ليث مشر ورور قیس عبدالرحیمزي رسنيو ته ويلي، چې استاد لیث د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ له دوی سره وروستۍ اړیکه نیولې او له هغه وروسته بیا تر ننه تری تم دی.
د نوموړي ورور زياتوي، له دې پېښې وروسته په لاهور کې د استاد لیث ملګري استادان د پولیسو سیمه ییزو ادارو ته عارض شوي دي؛ خو نتيجه يې نه ده ورکړې.
نوموړی له افغانستان حکومته غواړي چې د ورور په پیدا کېدو وروسته مرسته وکړي.

.

(2022 / 10  / 21    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې پاکستان کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد پوهنيار لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې کورنۍ يې وايي، چې نوموړی د څو ورځو راپدیخوا ترې تم دی.

Leave a reply