د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اوبو د تنظیم او پاکو اوبو ته د کابل د ښاریانو د لاسرسي غونډه ترسره شوه.

0
27

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اوبو د تنظیم او پاکو اوبو ته د کابل د ښاریانو د لاسرسي غونډه ترسره شوه.

26 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاس اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د مجلس د غړو او د اړوندو وزارتونو او ادارو د متخصصینو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د اوبو د تنظیم چارو او د څښاک پاکو اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي غون‌‌‌‌‌‌ډه نن جوړه شوه.

 

په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د څښاک او تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت طرحې او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمبود ستونزې د حل لپاره د اړوندو بنسټونو له لوري د برابرې شوې جامع ستراتیژي په اړه بحث او خبرې وشوې.

 

همدارنګه کابل ښار ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې، د للندر بند(شاه توت) بند، شاه او عروس بند او د باغ درې بند جوړول تر غور او ارزونې لاندې ونیول شو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره د یاد وزارت د کارونو په اړه خبرې اترې کړي.

 

په پای کې کابل ښار ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې طرحې د زیاتې ارزونې او دقت او د مخکېنۍاو اوسنۍ هایدرولوژي د پرتلنې، امکان سنجي تخمیني لګښتونو، د هغو د تطبیق طرحې او همدارنګه د شاه او عروس بند اوبو څخه د استفادې لپاره له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه تخنیکي کمېټه جوړه شوه.

Leave a reply