د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره د یاد وزارت د کارونو په اړه خبرې اترې کړي.

0
113

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره د یاد وزارت د کارونو په اړه خبرې اترې کړي.

26 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور سره وکتل.

 

 

دې کتنه کې، لومړی د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوبو او انرژۍ وزارت په اړه د وروستيو پرمختګونو، لاسته راوړنو او د راتلوونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته بشپړ معلومات ورکړل.

 

‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له نوموړي څخه په مننې وویل، د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان له مهمو وزارتونو څخه دی او د هیواد په پرمختګ کې يې رول مهم او اغېزناک دی.

 

‏د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، چې اقليمي بدلون ته د تياري لپاره بايد د اوبو او انرژۍ د سرچينو مدیریت ته لومړيتوب ورکړل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي سره کتلي او د دوی وړاندیزونه یې اوریدلي.

د دې کتنې په پای کې، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ملا عبد اللطیف منصور ته د چارو د بهبود په موخه یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Leave a reply