د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي سره کتلي او د دوی وړاندیزونه یې اوریدلي.

0
116

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د علومو اکاډمۍ مشرتابه پلاوي سره کتلي او د دوی وړاندیزونه یې اوریدلي.

24 مئي چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره د افغانستان د علومو اکاډمۍ له مشرتابه پلاوي سره وکتل.

 

په پیل کې د علومو اکاډمي پلاوي د دغه بنسټ په مخینه تر معلوماتو ورکولو وروسته وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې ښه پرمختګونه کړي. د اسلامي بانکدارۍ او ژباړې مرکزونو پر پرانیستلو سربېره یې ۳۴ علمي اثار چاپ کړي دي.

 

هغوی زیاته کړه، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د علمي غړو پر مټ ګڼ علمي سیمینارونه چمتو او د ملي ژبو د پياوړتیا په موخه یې هم هڅې روانې دي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د علومو د پیاوړتیا او د څېړنو د ترسره کېدو په برخه کې د علومو اکاډمۍ ونډه اړینه وبلله او وې ویل، د علومو اکاډمۍ او پوهنتونونو علمي اهمیت ته په کتو به دغو دواړو برخو ته لاپراختیا ورکړل شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هودخېلو او په کابل کې مېشتو د لویې پکتیا له يو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي.

 

مولوي عبدالکبیر د علومو اکاډمۍ د قانون په برخه کې د کارونو د چټکتیا ډاډ ورکړ.

Leave a reply