د اروپایي ټولنې او ناروی هیواد استازو د عامې روغتیا له سرپرست سره کتلي دي.

د اروپایي ټولنې او ناروی هیواد استازو د عامې روغتیا له سرپرست سره کتلي دي.
18 جولاي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې او ناروې هېواد استازو د یاد وزارت له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره لیدلي.
په یاده لیدنه کې د نوموړو استازو د عامې روغتیا وزارت کړنې او لاسته راوړنې ستایلې او له افغانستان سره یې د تلپاتې مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دوی له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو زیاتوالی او د پولیو ویروس له منځه وړل یې کاري لومړیتوبونه دي.






