د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړی.
09 جولاي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سرحوضه ولسوالۍ د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز له خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه.
د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سر حوضه ولسوالۍ د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز له ارتوپېدي، نسائي ولادي، لابراتوار، درملتون، غوږ او ستوني څانګې او په دې روغتیايي مرکز کې له بستر ناروغانو سره له نېږدې لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي وزیر همداراز د مارزک بشپړ روغتیايي مرکز روغتیايي کارکوونکو ته د ولس د لا ښه خدمت لپاره لازمې سپارښتنې ترسره کړې.
اړوند موضوعات
یاد روغتیايي مرکز ۲۰ بسترونه لري او نېږدې یو کال کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړ شوی دی.