افغاني سرې میاشتې ټولنې نیمروز ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
258

افغاني سرې میاشتې ټولنې نیمروز ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

09 جولاي یکشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ‏د نیمروز ولایت د مرکز زرنج اړوند د بېلابېلو سیمو ٥٠٠ زیانمنو، اړمنو او معلولینو کورنیو ته نن د ذی الحجې پر ٢١مه د یادې ټولنې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ٨ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

 

په ویشل شوې مرسته کې ٥٠ ټنه اوړه، ١٢،٢ ټنه وریژې، ٥٠٠٠ لیتره غوړي، ٤ ټنه لوبیا، دوه نیم ټنه بوره ١ ټن مالګه، ٥٠٠ کیلو شین چای او ٥٠٠ بستې بسکوټ شامل وو، چې هرې کورنۍ ته پکې خپله حصه تقسیم کړای شوه.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې پنجشیر ولایت کې ۴۰۰ معلولیت لرونکو بې سرپرسته کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

 

په ورته وخت کې یادې ټولنې دکاپیسا ولایت د مرکز اړوند ګڼو کلیو کې ۶۴ باران او سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې پکې ۷ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځی ۱۳ قلمه توکي، د اوبو بوشکې او یوه جوړه بوټان شامل وو.

Leave a reply