د پاکستان دفاع وزیر: که طالبان وغواړي او که نه، موږ به په هره وسیله ترهګري له منځه یوسو

د نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو له خوا پرله پسې غبرګونونه راپارولي دي. طالبان د TTP ستونزه د پاکستان “داخلي مسله” ګڼي او له پاکستانه غواړي چې له دې اورپکې ډلې سره خبرې وکړي چې غواړي په پاکستان کې د افغان طالبانو په شان حکومت جوړ کړي.
خواجه اصف د شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د دوحې د موافقې پر اساس په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.
(2023 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د ویاند د څرګندونو په غبرګون کې خواجه محمد اصف ویلي، چې پاکستان به د افغان طالبانو له همکارۍ پرته د تحریک طالبان پاکستان “له منځه یوسي”.
هغه نیوکه وکړه چې طالبان د دوحې د تړون په چوکاټ کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخه نه نیسي. د دغه هیواد په امنیتي ځواکونو باندې د پاکستاني طالبانو د حملو له زیاتیدو سره، خواجه اصف په پرله پسې توګه د تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو له کبله نیوکې کړي دي.
د نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو له خوا پرله پسې غبرګونونه راپارولي دي. طالبان د TTP ستونزه د پاکستان “داخلي مسله” ګڼي او له پاکستانه غواړي چې له دې اورپکې ډلې سره خبرې وکړي چې غواړي په پاکستان کې د افغان طالبانو په شان حکومت جوړ کړي.
اړوند موضوعات: