عمران خان د دروغو په وینا کښې ماسټر دې. د پاکستان دفاع وزیر
باغی ټی وی رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې عمران خان دامريکا د کانگرس ويمن سره په خبرو کې خپلې وعدې پوره کوي.
سيالکوټ کې جيو نيوز سره په خبرو کې خواجه اصف وويل چې يو کال وړاندې دهغې له جيب څخه يو جعلي خط وښودل شو چې پکې ويل شوي وؤ بهرنۍ سازش ده، سازش چرته لاړ؟
هغه زیاته کړه چې اوس عمران خان وايي چې زه نه پوهیږم چې نومي سره څه شوي، زه په زندان کې وم. هغه اته یا نهه ورځې هم غندنه نه وه کړې، هغه وايي چې د ادارو خلک وو.
خواجه اصف ویلي چې عمران خان په دروغ ویلو کې ماسټر دی خو اوس یې دروغ نه دي پاتې.