د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له یو شمیر علماؤ، مخورو او سپین ږیرو سره کتلي.

0
165

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له یو شمیر علماؤ، مخورو او سپین ږیرو سره کتلي.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له یو شمیر علماء کرامو، مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د ډنډ پټان ولسوالۍ مخورو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مشرتابه څخه مننه وکړه چې تل يې له دوی سره د بیارغونې په برخه کې مرسته کړي او ولسونو ته يې خپله دروازه پرانیستې ترڅو خپلې شته ستونزې ورسره شریکې کړي.

 

په دغه لیدنه کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ مخورو د یاد وزارت وزیر ته د بیارغونې د پروژو په اړه د خپلو سیمو ستونزې بیان کړې، دوی وویل چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د پل رغنیز کارونه په ټپه ولاړ دي او له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د یادې پروژې د ساختماني چارو د بیا پيلولو په اړه له دوی سره مرسته وکړي ترڅو دغه نیمګړې پروژه بشپړه شي.

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت څخه راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې زمونږ موخه خلکو ته خدمت کول دي او تل هڅه کوو د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې چټک اقدام وکړو.

اړوند موضوعات

د کلیو بیا رغونې وزارت کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۱ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

دغه راز سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د ډنډ پټان ولسوالۍ مخورو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ چې د یاد پل د پروژې کارونه به شته امکاناتو ته په کتو سره ژر تر ژره پيل شي.

Leave a reply