د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د یو شمیر اهل تشیع علماؤ او مخورو سره لیدلي.

0
75

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د یو شمیر اهل تشیع علماؤ او مخورو سره لیدلي.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اهل تشیع علماوو او مخورو سره وکتل.

 

دوی د اسلامي امارت د مسئوولینو او اهل تشیع علماوو او مخورو تر منځ په دوامدارو کتنو خوښي وښوده وې ويل، دا ډول ناستې د حکومت او ملت تر منځ د همکاريو زياتوالي ته لار هواروي.

 

دغو اهل تشيع علماوو ا.ا ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ. همداراز دوی په مختلفو برخو کې خپل وړاندیزونه او مشورې هم شريکې کړې.

 

 

مولوي عبدالکبیر وویل، اهل تشیع هم د نورو افغانانو په څېر د هېواد مهمه برخه ده او ټولو ته به د شريعت په رڼا کې برابر او عادلانه حقونه ورکول کېږي.

 

نوموړي زياته کړه، له ا.ا سره د اهل تشیع علماوو او مخورو ناستې او د همکارۍ ډاډ د افغانستان د پرمختګ سبب کېدای شي او حکومت دې برخې ته لومړيتوب ورکوي.

اړوند موضوعات

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تهران کې د افغانستان له سفیر او د کلیو پراختيا وزارت معین سره لیدلي.

 

مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې ستاسو وړانديزونو او مشورو ته د رسيدګي په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.

Leave a reply