ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تهران کې د افغانستان له سفیر او د کلیو پراختيا وزارت معین سره لیدلي.

0
205

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تهران کې د افغانستان له سفیر او د کلیو پراختيا وزارت معین سره لیدلي.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په تهران کې د افغانستان له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او د کلیو د بیا رغونې او پراختيا وزارت معین مولوي عبدالرحمن حلیم سره ولیدل.

 

په دې لیدنه کې لومړی مولوي فضل محمد حقاني په تهران کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته معلومات ورکړل وې ویل، هلته د سفارت ټولې چارې له خنډ او ځنډ پرته جریان لري.

 

نوموړي زياته کړه، په ایران کې مېشت افغانان له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د افغانستان له سفارت څخه خوښ دي او د هغوی ستونزو ته د سفارت لخوا پر وخت رسيدګي کېږي.

 

په تهران کې د افغانستان سفير په خپلو خبرو کې وویل، ایران له افغانستان سره ښې اړیکې لري او موږ هڅه کوو چې دغه اړیکې لا غښتلې کړو. نوموړي همدارنګه د سفارت یو شمېر ستونزې هم د رياست الوزراء له سياسي مرستيال او کفيل سره شریکې کړې او له د لازمو هدایاتو غوښتونکی شو.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ده څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ایران په شمول له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او په دې اړه هڅې کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې له مشر او غړو سره لیدلي.

 

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په ایران کې دې مېشت افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په اړه جدي ګامونه واخیستل شي.

Leave a reply