د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې له مشر او غړو سره لیدلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې له مشر او غړو سره لیدلي.
11 جولاي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې له مشر او غړو سره ولیدل.
د متحرک اقتصاد او کلتوري ټولنې غړو د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت او د قومونو د استازو تر منځ د ګډو ناستو له امله په مننې ووېل، خوښ دي چې اوس هېوادوال کولای شي د سیاسي معاونیت لخوا د رامنځ ته شوي فرصت پر مټ په زغرده خپلې غوښتنې او نظرونه له حکومت سره شریک کړي.
ملت نوره جګړه نه غواړي، علمي شخصیتونه، مخور، علماء، او د ټولنې ټول اقشار د هېواد د پرمختګ او غوره راتلونکې په موخه له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د یادې ټولنې د مشر په وینا، په افغانستان کې د اوسني امن او ټیکاو راتګ تاریخي فرصت دی چې باید د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګونو کې ترې عظيمه ګټه واخیستل شي.
د ناستې ګډونوالو د اسلامي امارت د پراختیايي طرحو پر پلي کېدو خوښي څرګنده کړه وې ویل، حکومت دې د افغانستان د کرنې سکټور پراختیا، کان کيندنې، د علمي بنسټونو ودې او کاري فرصتونو برابرولو برخو ته زياته پاملرنه او ډېر کار وکړي.
د یادې ټولنې غړو په اقتصادي، ټولنیزو، د بې کارۍ کمولو او په تحصیلي برخه کې د دوی لخوا د طرحو ټولګه چې د کارپوهانو لخوا جوړه شوې وه، د ریاست الوزراء له کفيل سره شریکه کړه.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د کابل د یو شمېر مدرسو استادانو سره لیدلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل په خپلو خبرو کې وویل، څرنګه چې د جهاد پر مهال اسلامي امارت د خلکو همکارۍ او مشورو ته اړتیا لرله اوس هم هڅه کوي د خلکو د نظرونو او مشورو په رڼا کې حکومتي چارې پر مخ يوسي.





