د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د کابل د یو شمېر مدرسو استادانو سره لیدلي.

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د کابل د یو شمېر مدرسو استادانو سره لیدلي.

11 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د کابل ولایت د څو بېلابېلو دیني مدرسو له یو شمېر مسؤولینو او مدرسینو سره ولیدل.

 

په دې ليدنه کې، راغلو علماوو وویل چې په کابل ولایت کې د دیني مدارسو په فعالیتونو کې مثبت بدلونونه راغلي دي او د بشپړ دیني درسي نصاب تر څنګ، زده کوونکو ته عصري زده کړې هم پيل شوې دي. هغوی د یادو مدارسو د لا بهبود په اړه خپل وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء کفیل سره شریک کړل.

 

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یادو مدارسو مسؤولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ هغوی ته د لوی اختر مبارکي وويله او زياته يې کړه، اسلامي امارت به په راتلونکې کې د دولتي مدارسو ترڅنګ د خصوصي مدارسو پياوړتیا ته هم بودجه ځانګړې کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ یو شمیر دیني علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

 

 

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې له ټولو خصوصي مدارسو څخه وغوښتل، چې خپل درسي نصاب دې له پوهنې وزارت سره په همغږۍ تطبيق کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐