د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ یو شمیر دیني علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

0
113

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ یو شمیر دیني علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

09 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.

 

مولوي شمس الحدید او قاري خلیل د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، افغان ولس د هر ظالم او مکار دښمن په ماتولو کې خپل مسلمان ورور ته دروازه خلاصه کړې او د اسلامي نظام په راوستلو کې یې هر ډول قربانۍ ورکړي او د ساتنې لپاره یې ولسونه لا ډېرو قربانیو ته چمتو دي.

 

دوی د کوټ ولسوالۍ یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له کفيل او سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 

ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال له دوی په مننې وویل، ا.ا د ولس همکاري او قربانۍ نه هېروي او په همدې خاطر د ولس د سوکالۍ، پرمختګ او امنیت لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې جاري ساتي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بریتانیا هیواد له شارژدافیر او مل پلاوي سره کتلي دي.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او مشکلات به یې د اړونده ادارو  له  لوري حل  شي.

Leave a reply