د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۷۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۷۱ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
09 جولاي 2023 یکشنبه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۷۱۱۷۶ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د سرطان له ۹مې څخه تر ۱۵مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۱۱۷۶ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۶۹۷۷۲ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۱۴۱۵۰ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۵۲۳۸۹ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۴۶۳۷ ټنه راغلي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت کې څه باندې ۲۵۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۱۴۰۴ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.






