د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بریتانیا هیواد له شارژدافیر او مل پلاوي سره کتلي دي.

0
164

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بریتانیا هیواد له شارژدافیر او مل پلاوي سره کتلي دي.

09 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ چټېرټون ډېکسن او مل پلاوي سره ولیدل.

 

د برېتانیا شارژدافیر د افغانستان او برېتانیې تر منځ د اړیکو رغولو پر اړتیا او دې برخې ته د برېتانیا پر لېوالتیا خبرې وکړې.

 

هغه وویل، دوی د افغانانو د هوساینې په موخه له ا.ا سره ګډ کار کوي. ښاغلي رابرټ چټېرټون ډېکسن د ا.ا او برېتانیا په ذیعلاقه موضوعاتو د بحثونو پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل، برېتانیا یو بسیا او مرفه افغانستان د نړۍ په ګټه بولي او له همدې امله له ا.ا سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.

 

نوموړي اسلامي امارت ته ډا‌ډ ورکړ، چې د شته ستونزو د حل لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.

 

 

مولوي عبدالکبیر، د افغانستان او برېتانیا اړیکو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د برېتانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبتې او رغنده اړیکې غواړي.

 

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي امارت د هڅو په نتیجه کې د اداري فساد او نورو ناخوالو مخه نیول شوې او په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته شوی دی.

اړوند موضوعات

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هلمند یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې د حل موخه اوریدلي.

 

د رياست الوزرا کفيل او سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، په ډېرو دولتي ادارو کې د اړتیا مطابق ښځینه کارکوونکې په مناسب کاري چاپیریال کې خپلې دندې پر مخ وړي او اسلامي امارت د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ملاتړ کوي.

Leave a reply