ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هلمند یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې د حل موخه اوریدلي.

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هلمند یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې د حل موخه اوریدلي.
26 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ څو تنه قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې یادو مشرانو وویل، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هیواد په کچه د لویو بدبختو لمن ټوله شوې او له کلونو وروسته د هلمندیانو په ګډون ټولو افغانانو د ارام ساه واخیسته.
دوی زياته کړه، د امنیت په ټينګښت سره د بيارغاونې لپاره غوره فرصت برابر شوی او له همدې امله د موسی کلا ولسونه له حکومت څخه په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د اوبو برابرولو لپاره د بند جوړولو غوښتنه لري.
یادو مشرانو همداراز د لښکرګاه – موسی کلا ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک د بيارغاونې او دغلته خلکو ته د روغتونونو فعالولو غوښتنې هم مطرح کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د هلمند ولسونو د جهاد په کلونو کې سخته مبارزه وکړه، شهیدان یې ورکړل او سختۍ یې وزغملې او اسلامي امارت د دغو قربانيانو قدرداني کوي.
اړوند موضوعات
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، هلمند تر بل هر ځای ډېر کار او پراختیایي پروژو ته اړتيا لري او په ځانګړې توګه د روغتيا، څښاک پاکو اوبو او سړکونو جوړولو په اړه به اړوندو ادارو سره د دوی غوښتنې شريکې کړي.






