د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بامیانو له یو شمېر علماوو، قومي مخورو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

0
110

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بامیانو له یو شمېر علماوو، قومي مخورو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

26 جون دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د بامیانو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

 

په دې ليدنه کې يادو قومي مشرانو د اسلامي امارت پر راتګ خوښي څرګنده، خپل ملاتړ یې اعلان او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 

 

دوی زياته کړه، د اسلامي امارت په ټينګښت سره اداري او امنیتي چارې په چټکۍ سره پرمختګ کوي چې له امله يې د ولس او امارت ترمنځ واټن هم ختم شوی دی.

 

يادو مشرانو او مخورو، په بامیانو کې د پراختیايي چارو د ترسره کېدو او ځوانانو ته د کارموندنې غوښتنه هم وکړه.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت کوښښ کوي په بېلابېلو برخو کې د ولس د ښېرازۍ او د هېواد د ابادۍ لپاره اساسي کارونه وکړي.

 

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، کېدای شي په ځينو برخو کې به ستونزې وي، خو د اسلامي امارت مسؤولین د یوه خپلواک، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

اړوند موضوعات

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سره کتلي او پر روان وضعیت یې خبرې اترې کړي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د خپلو خبرو په پای کې راغلو علماوو او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې اړوند ادارو ته به د بامیانو د خلکو د ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړي.

Leave a reply