د هموطن ژغ بنسټ مسؤلینو او غړو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره یوه ګډه مشورتي ناسته ترسره کړی.

0
172

د هموطن ژغ بنسټ مسؤلینو او غړو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره یوه ګډه مشورتي ناسته ترسره کړی.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د هموطن غژ بنسټ مسؤلینو او غړو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره یوه ګډه مشورتي ناسته ترسره کړی.

 

یاده ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس مولوي زین الله عابر د یاد بنسټ له راغلو غړو د مننې تر څنګ ېې د کورنیو چارو وزارت په استازي توب دوی ته د هر ډول همکاری او رسیدنې ډاډ ورکړ.

 

غونډې ته د یاد بنسټ مشر سید نصیر حسیني په خپلو خبرو کې د کورنیو چارو وزارت او ملي پولیسو له مدبرانه مدیریت څخه هم مننه وکړه وویل چې اوس الحمدالله د ټول هیواد په کچه ډاډمن امنیت خوندي دی او هر وګړی پرته له ستونزې څخه هرې سیمې ته سفر کولای شي او د الله یو لوی نعمت دی چې افغان ولس ته ور په برخه شوی.

د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس مولوي زین الله عابر راغلو ځوانانو ته په خپلو خبرو کې دوی ته د ډاډ تر څنګ له دوی وغوښتل چې د وطن په آبادۍ کې لاسونه سره ورکړي او نور دا ځوریدلی ولس له کړاونو خلاص کړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت د مقام ستر سلاکار د غالب پوهنتون له مشر سره لیدلي.

 

په یاده لیدنه کې د یاد بنسټ مشر په خپلو خبرو کې په حکومت کې د ځوانانو په ونډه او اړونده نورو مسایلو بحث وکړ.

Leave a reply