د کورنیو چارو وزارت د مقام ستر سلاکار د غالب پوهنتون له مشر سره لیدلي.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/06/20230614_160543-905x541.jpg)
د کورنیو چارو وزارت د مقام ستر سلاکار د غالب پوهنتون له مشر سره لیدلي.
14 جون چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مقام ستر سلاکار عبدالرحیم ثاقب په خپل کاري دفتر کې د غالب پوهنتون له مشر سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، ښاغلي ثاقب وویل، چې علمي بنسټونه تل مجاهدینو ته د تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې له دولتي ادارو سره په اړیکه کې دي او دغه هڅې یې وستایلې. همدارنګه ښاغلي ثاقب د غالب پوهنتون له مشرتابه څخه د زده کړو په برخه کې مجاهدینو سره د هر اړخېزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته؛ د غالب پوهنتون مشر په هیواد کې د غوره علمي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
اړوند موضوعات
نوموړي زیاته کړه، چې د غالب پوهنتون ادارې مشرتابه چمتو دی، چې د کورنیو چارو وزارت منسوبینو سره د لوړو زده کړو په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.