د کورنیو چارو وزارت پولیسو د نشه یي توکو بغلان او غور کې د نشه یي توکو ۵ کارخونې کشف او له منځه وړي دي.

0
96

د کورنیو چارو وزارت پولیسو د نشه یي توکو بغلان او غور کې د نشه یي توکو ۵ کارخونې کشف او له منځه وړي دي.

13 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د نشه یي توکو درې کارخونې په غور او دوه کارخونې په بغلان ولایت کې ترلاسه او سوځول شوي، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي هم دي.

 

همدارنګه، ۱۱ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات، درې تنه په کابل او دوه تنه د یادو توکو د کارونو په تړاو په هرات کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سلګونه جریبه کوکنار اړولي او زیات شمیر کسان یي د نشه یی توکو سره نیولي.

 

په همدې وخت کې د لغمان ښار له څنډو ۱۸ تنه روږدي راټول او د درملنې لپاره د کابل د روږدو ۴۵۰بستریز روغتون ته لیږدول شوي دي.

Leave a reply