نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سلګونه جریبه کوکنار اړولي او زیات شمیر کسان یي د نشه یی توکو سره نیولي.

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو سلګونه جریبه کوکنار اړولي او زیات شمیر کسان یي د نشه یی توکو سره نیولي.
10 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۴۶ جریبه کوکنار د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ او ۱۰۱ جریبه د همدې ولایت په یفتل پایین ولسوالۍ کې اړولي دي.
دغه راز، پولیسو درې جریبه کوکنار په پکتیکا او لسګونه جریبه د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.
همدارنګه، یادو پولیسو په څو جلا عملیاتو کې دوه کسه د ۱۷ کیلو پوډرو د قاچاق په تړاو په ننګرهار، یو کس له ۲۱۰۰ کیلو نشه یي توکو په تړاو او درې تنه د نشه یي توکو پلورنکي په کابل، ۲ تنه په کاپيسا کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو، ۴ تنه په هرات کې د یادو د توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.
اړوند موضوعات
دې ته ورته؛ د نشه يي توکو د پلور په تړاو درې تنه په خوست، دوه په کندز، یو کس په نیمروز او په کندهار کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او په تړاو یې دوه تنه له ۹۰۰ کیلو اومان بوټو سره نیول شوي دي.





