د لوګر مرستیال والي: د کانونو په استخراج سره به افغانستان په ځان بسیا کړو.

0
107

د لوګر مرستیال والي: د کانونو په استخراج سره به افغانستان په ځان بسیا کړو.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ له غرمې مخکې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت‌الله شجاع په خپل کاري دفتر کې د کانونو وزارت څخه راغلي پلاوي سره وکتل.

 

د کانونو وزارت استازو لوګر ولایت ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، دوی د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر کانونو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته استول شوي دي.

 

مولوي عنایت‌الله شجاع د کانونو په برخه کې د کانونو وزارت له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، افغانستان د کانونو په برخه کې تر ټولو بډایه هېواد دی.

 

د لوګر مرستیال والي زیاته کړه، موږ کولای شو د کانونو د استخراج له لارې د افغانستان اقتصاد پر ځان بسیا کړو او له دوی یې وغوښتل چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د توجه راجلبولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

اړوند موضوعات

د لوګر مرستیال والي د یاد ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره په لیدنه کې وویل: د اسلامي امارت چارواکي له خلکو سره له تعصب پرته چلند کوي.

 

مرستیال والي دوی ته ډاډ ورکړ، چې د لوګر ولایت مقام به د دوی د ستونزو په حل کې لازمه همکاري وکړي.

Leave a reply