د لوګر مرستیال والي د یاد ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره په لیدنه کې وویل: د اسلامي امارت چارواکي له خلکو سره له تعصب پرته چلند کوي.

0
206

د لوګر مرستیال والي د یاد ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره په لیدنه کې وویل: د اسلامي امارت چارواکي له خلکو سره له تعصب پرته چلند کوي.

2 اپریل 2023 یکشنبه

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد ولایت مرستیال والي مولوي عنایت‌الله شجاع د بابوس سیمې د پړاو کلي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

 

په پیل کې دوو تنو د راغلو مشرانو په استازیتوب د دې کلي د اوسېدونکو د ټولنیزو ستونزو او د ځمکې پر سر د جنجالونو په اړه خبرې وکړې او له ولایت مقام څخه یې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

 

د لوګر مرستیال والي په خپلو خبرو کې وويل، د اسلامي امارت مسؤولین ټولو خلکو ته په یوه سترګه ګوري او له ټولو خلکو سره له تعصب پرته چلند کوي.

 

مرستيال والي زياته کړه، د ځمکو او دولتي املاکو د غصب د مخنيوي کمېټه د يو شمېر دولتي ادارو له مسؤولينو جوړه ده، چې د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې کار کوي.

 

نوموړي زیاته کړه چې د ځمکو د غصب کمیټې خپلې څیړنې ترسره کړي او هغه ځمکې چې دولتي نه دي او شخصي ملکیتونه دي بیرته به یې مالکینو ته وسپارل شي.

اړوند موضوعات

د لوګر مرستیال والي وایي د دولت تر‌څنګ خصوصي سکتور هم دنده لري چې ملت ته خدمت وکړي.

 

د لوګر مرستیال والي د دوی د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتینې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې د ځمکو اړوند عرایض یې د غصب د مخنيوي کمیټې سره شریک کړي.

Leave a reply