د لوګر مرستیال والي وایي د دولت تر‌څنګ خصوصي سکتور هم دنده لري چې ملت ته خدمت وکړي.

0
223

د لوګر مرستیال والي وایي د دولت تر‌څنګ خصوصي سکتور هم دنده لري چې ملت ته خدمت وکړي.

27 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي عنایت‌الله د لوګر ولایت له یو شمېر موټر‌پلورونکو سره وکتل.

لومړى د لوګر د مرکز اړوند د موټر‌پلورونکو په استازیتوب دوه تنو د موټرپلورونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د لوګر ولایت له مسٶولینو یې وغوښتل چې د موټر‌پلورونکو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

 

د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت‌الله په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت د هرې دندې او منصب لپاره ځانګړي تشکیلات او اصول لري.

 

د لوګر مرستيال والي زياته کړه چې د دولت ترڅنګ خصوصي سکتور هم د ولس د خدمت دنده لري او له هغوى يې وغوښتل چې د خلکو او هېواد په خدمت کې فعاله ونډه واخلي.

اړوند موضوعات

د لوګر والي د WFP له یو شمېر مسٶولینو سره کتلي او د خپلو راتلونکو پروژو په اړه یې مالومات وړاندې کړي.

 

نوموړي وویل هيڅ موټر‌پلورونکي حق نه لري چې په عامه ځايونو او ناقانونه‌ځايونو کې د موټرو پېر او پلور وکړي او ټينګار يې وکړ چې د موټر پلورونکو مشخص آدرس بارگینونه دي او بايد په نورو ځايونو کې د موټرو د پېر او پلور مخه ونيول شي.

Leave a reply