د لوګر والي د WFP له یو شمېر مسٶولینو سره کتلي او د خپلو راتلونکو پروژو په اړه یې مالومات وړاندې کړي.
د لوګر والي د WFP له یو شمېر مسٶولینو سره کتلي او د خپلو راتلونکو پروژو په اړه یې مالومات وړاندې کړي.
15 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې د لوګر والي مولوي قدرتالله امیني د WFP د همغږۍ مسٶول عزتالله سعيدي، د WFP د زيربنأيې پروژو مسٶول حاجي شريف همت، د تطبيق کوونکى ادارې (HRDA) مسٶول عصمتالله اتل او یو شمیر نورو مسٶولینو سره وکتل.
لومړی د WFP موسسې په استازیتوب عزتالله سعيدي د نغدي مرستو، همکاریو او د دې ادارې د راتلونکو پروژو د پلېکولو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.
سعيدي زياته کړه، چې موږ په لوګر ولايت کې ٤٠٠٠څلور زره کسانو ته د کار په بدل کې نغدي مرستې ورکوو چې هري کورنۍ ته په مياشت کې
٨٥٠٠ افغاني ورکول کيږي.
د لوګر والي مولوي قدرتالله اميني په خپلو خبرو کې وويل، د خلکو خدمت کول يوازې د دولت دنده نه ده، بلکې موږ ټول د خدای او ولس په وړاندې مسٶول يوو.
مولوي قدرتالله وويل، مرستې بايد په عادلانه ډول وويشل شي او شته موسسات او خیریه بنسټونه دې له ولايت مقام او اړوند رياستونو سره په همغږۍ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چی د اړتيا په صورت کې به د ولايت مقام ورسره لازمه همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
د لوګر ولایت والي د پادخواب شانه سیمې له يو شمېر مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.
د يادونې وړ ده، چې په لوګر ولايت کې د WFPموسسه زرګونو تنو سره د کار په مقابل کې نغدي مرستې کوي.