د سرحدونو او قومونو وزارت معین د ننګرهار ولایت له يو شمېر قومي مخورو او علماؤ سره لیدلي.

0
190

د سرحدونو او قومونو وزارت معین د ننګرهار ولایت له يو شمېر قومي مخورو او علماؤ سره لیدلي.

15 مارچ چهارشنبه 2023

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد د وزارت په سرپرستۍ د ننګرهار ولایت له يو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

د ننګرهار ولايت يو تن مشر حمدالله شهیدزاده د نورو راغلیو مشرانو او علماء کرامو په استازولۍ خبرې وکړې او ویې ویل : ننګرهار د سرحدي ولایتونو له جملې څخه دی چې ټولو قومونو یې د جهاد په دوره کې ستړې ګاللې دي او قربانۍ یې ورکړې دي. دوی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ا.ا په راتګ سره یې د یوې اسلامي شورا بنسټ ایښی دی او ددې شورا په وسیله د دغه ولایت د قومونو د اختلافاتو د هوارولو په برخه کې له حکومت سره په ګډه کار کوي.

 

دوی له اسلامي امارت څخه د قومي شخړو او ځینې نورو سرحدي ستونزو په هوارولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

 

د ناستې په پای کې ښاغلي عابد راغلیو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یې د ټول ملت خپل کور یاد کړ، او د قومي مشرانو تجربې یې د هیواد د آبادي په برخه کې مهمې یادې کړې.

اړوند موضوعات

سرحدونو وزارت: ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر مینځ دیارلس کلنه شخړه حل او فصل کړی.

 

هغه د قومي مشرانو د غوښتنو په اړه وویل: زه دا ډاډ درکوم چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به موږ له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړو او تاسو ته به یې په اړه اطمینان درکړو.

Leave a reply