سرحدونو وزارت: ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر مینځ دیارلس کلنه شخړه حل او فصل کړی.

سرحدونو وزارت: ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر مینځ دیارلس کلنه شخړه حل او فصل کړی.
13 مارچ دوشنبه 2023
دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت دس.ق.ق چارو ریاست په هڅو د دغه ولایت دسره رود ولسوالۍ د ډنډ په کلي کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳کلنه شخړه حل شوه، په یاده شخړه کې له طرفینو څخه دوه کسان وژل شوي اویو بل تن زخمي شوی و.
په دغه غونډه کې د یاد ریاست رئیس قاري رحمت الله غازي عمر، د ولسوالۍ ځینو مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د قومي مخورو او علماء کرامو له جملې څو تنو د ښاغلي غازي عمر په مشرۍ له ۱۲ کسیز پلاوي څخه مننه وکړه چې د دریو میاشتو په موده کې یې وکولای شول چې په شخړه کې دواړه ښکېل اړخونه روغې جوړې ته راضي کړي.
دوی د یادې ولسوالۍ ټول وګړي ورورګلوي او اتحاد ته را وبلل وروسته د یاد ریاست رئیس قاري رحمت الله غازي عمر د ټولو راغلیو مشرانو څخه مننه وکړه چې د خلکو تر منځ د شخړو په حل کولو کې د هغوی تر څنګ ولاړ دي.
هغه زیاته کړه دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې د خلکو تر منځ اختلافات له منځه ځي زه له ټولو قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه دا هیله لرم چې په دغه ډول مسائلو او د قومونو تر منځ په همغږي راوستلو کې له موږ سره همکاري کوي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: نورستان ولايت کې د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړه حل او بدي په سوله بدله شوه.
د غونډې په پای کې د ټاکل شوي هیئت له لورې پرېکړه واورول شوه. دواړو لورو یې په منلو قناعت وکړ او سره غاړه غړۍ شول.






