اسلامي امارت: نورستان ولايت کې د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړه حل او بدي په سوله بدله شوه.

0
118

اسلامي امارت: نورستان ولايت کې د ۹۱ کلونو پخوانۍ شخړه حل او بدي په سوله بدله شوه.

8 دسمبر 2022

د سرحدونو٫ قومونو او قبایلو چارو وزارت د رهبري او ولايتي مسؤلينو د پرلپسې هڅو او ځايي خلکو په همکاري ددې ولايت کامديش او کوشتوزو سيمو د اوسيدونکو تر منځ د اوبو پر سر د رامنځته شوې دښمنۍ چي سلګونه کسان پکې وژل شوي وو، په سوله او دوستۍ بدله
شوه.

 

ددغې ۹۱ کلنې خونړۍ دښمنۍ د ختمولو د پريکړې اعلانولو په موخه نن د نورستان ولايت په مرکز کې ستره ولسي غونډه رابلل شوې وه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي پکې ګډون کړی وو.

 

د منازعې د حل په موخه د ټاکل شوې جرګې مشر ملک سليمان، د نورستان ولايت والي مولوي محمد اغا حکيم او ځينو نورو ويناوالو د د صلحې او يووالي پر ارزښت ويناوې وکړې.

اړوند موضوعات

شیخ قاسم خالد: تخار خواجه بهاءالدین کې قومي شخړه بشپړه حل او هر چاته به خپل حق وسپارل شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وينا وکړه، د ولسونو تر منځ د شخړو او لانجو حلول يې د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ياد کړل او د نورستان له غيور ولس څخه يې ددې سترې دښمنۍ په دوستۍ بدلولو او شخړې هوارولو کې د هلوځلو او همکاريو مننه وکړه او له مشرانو يې وغوښتل چې قومي شخړې او دښمنۍ د جرګو او مرکو له لارې هوارې کړي.

Leave a reply