شیخ قاسم خالد: تخار خواجه بهاءالدین کې قومي شخړه بشپړه حل او هر چاته به خپل حق وسپارل شي.
شیخ قاسم خالد: تخار خواجه بهاءالدین کې قومي شخړه بشپړه حل او هر چاته به خپل حق وسپارل شي.
31 اکتوبر 2022
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو مرستيال شيخ محمد قاسم خالد چې د رياست الوزراء په لارښوونه یې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه د ټاکل شوي با صلاحيته پلاوي مشري کوله؛ نن د حکومت رسنيو په مرکز کې د رسنيو له استازو سره معلومات شریک کړل.
په دغه کنفرانس کې شيخ محمد قاسم خالد وویل، چې خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په مهاجر قچلاق سيمه کې یې د پښتنو، تاجکو او ازبکو هېوادوالو تر منځ د شخړې د هوارولو لپاره اساسي حل لاره برابره کړې، چې د مهاجر قچلاق کلي اصلي مالکانو ته به خپل کورونه سپارل کېږي او اوسني اوسېدونکو ته يې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د ولسوالۍ بازار په ۲ کيلومترۍ کې هواره ځمکه د يوې ځانګړې نقشې او طرزالعمل له مخې ورکول کېږي او دغه راز د مهاجرينو وزارت په همکارۍ به د کورونو په جوړولو کې ورسره لازمه همکاري هم کېږي.
شيخ خالد دغه راز زياته کړه، چې په کورونو کې مېشتو کورنيو ته چې شاوخوا ۱۲۰ کورنۍ وې، د خلکو له غوښتنې سره سم ورته د ۳۰۰ کورونو، جوماتونو، عيدګاه، مکتبونو، کلينيک او مدرسو تر څنګ د يو شمېر دوکانونو نقشه د ښار جوړونې رياست له خوا ډيزاین شوې او د منظم پلان او طرزالعمل له مخې به توزيع شي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت تخار ولايت خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ کې د قومونو تر منځ ستره ولسي شخړه حل وفصل کړه.
د نوموړي په وینا، د کرنیزو ځمکو پر سر د يادو قومونو تر منځ قضيې د حل لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ځانګړې محکمه جوړه شوې، چې د ټولو اړخونو اسنادو تر څېړنو وروسته به وورستۍ پرېکړه کېږي.