اسلامي امارت تخار ولايت خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ کې د قومونو تر منځ ستره ولسي شخړه حل وفصل کړه.

0
112

اسلامي امارت تخار ولايت خواجه بهاؤالدين ولسوالۍ کې د قومونو تر منځ ستره ولسي شخړه حل وفصل کړه.

24 اکتوبر 2022

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په همغږۍ تخار ولایت کې ستره ولسي شخړه حل او فصل شوه.

 

دوی زیاتوي چې د رياست الوزراء له خوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين شيخ محمد قاسم خالد تر مشرۍ لاندې ټاکل شوی لوړ رتبه هيئت چي د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال ، د زراعت او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري، د محابسو عمومي مسؤول حاجي ميستري او د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالسلام مخدوم يې عضويت درلود، د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ مهاجر قچلاق کلي کې د پښتنو، تاجکو او ازبکو قومونو تر منځ د کرهڼيزو ځمکو او کورونو پر سر د شخړې د حلولو په موخه سېمې ته ددوهم ځل لپاره سفر تر سره کړ.

دوی زیاتوي

 

څه موده وړاندې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ مهاجر قچلاق کلي پر کورونو او زراعتي ځمکو د تاجکو، ازبکو او پښتنو قومونو تر منځ راولاړې شوې شخړې ددې لامل شوې چې د رياست الوزراء له خوا لوړ رتبه هيئت د شخړې د حل په موخه سېمې ته سفر وکړي، په دې سفر کې ياد هيئت د ټولو طرفونو له مشرانو سره مفصلې خبرې او بحثونه تر سره کړل او بالاخره يې د ټولو طرفونو غوښتنو او اړتياو ته په کتو يو پريکړه ليک ترتيب او له تفصيلي ګزارش سره مل يې رياست الوزراء او د مشرتابه مقام ته د وروستيو پريکړو په موخه وليږل.

 

د اسلامي امارت مشرتابه شيخ هبة الله اخندزاده دا پريکړه ليک تائيد او نن د ټاکل شوي هيئت لخوا چي د تخار ولايت والي مولوي ضياء الرحمن مدني، ځايي مسوولينو، قومي مشرانو او د شخړې ټولو اړخونو او ولسي خلکو په شتون کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه.

په پريکړه ليک کې راغلي چي د کورونو اصلي مالکان به په کورنو د شويو مصارفو هغه اندازه چي دې قضيې ته ټاکل شوی کميسيون به يې تعينوي او خانه نشينو مهاجرو ته ورکوي او د اسلامي امارت د زعیم د ځانګړي شفقت له مخې به تاجکو او ازبکو هيوادوالو ته په ۱۵۰ جريبه ځمکه کې چي د ځانګړې ښاري نقشې له مخې به پکي درې سوه کورونه، عيدګاه، لس جوماتونه، مکتب، مدرسه، روغتون او بازار لپاره ځانګړې ساحه ولري توزيع شي.

 

دغه راز ياد هيئت د زراعتي ځمکو هغه قضييه چي د ازبکو او پښتنو تر منځ لاينحله پاتي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ټاکل شوې اختصاصي محکمې ته راجع کړل شوه تر څو د ټولو ځمکو اسناد ارزيابي او وروستۍ پريکړه تر سره کړي.

 

د سېمې خلک د اسلامي امارت له حکيمانه پرېکړې خوښ دي او وايي چي په دې سره نه يوازې د سيمې د خلکو تر منځ لويه شخړه حل شوه بلکه د تل لپاره د ورورولۍ او صميميت فضا جوړه شوه.

Leave a reply