د هند فني ماموریت مشر وایي: دوی له افغان دولت سره د بانکي سکتور په برخه کې ګډه او تخنیکي همکاري کوي.

0
92

د هند فني ماموریت مشر وایي: دوی له افغان دولت سره د بانکي سکتور په برخه کې ګډه او تخنیکي همکاري کوي.

24 اکتوبر 2022

د افغانستان بانک د اطلاعاتو د تازه خبرپاڼې له مخې د افغانستان بانک چار سمبالي رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس په افغانستان کې د هندوستان د فني ماموریت له رئيس بهارات کومار سره وکتل.

 

په دې کتنه کې دواړو لوریو د هېواد د اقتصادي وضعیت، همغږۍ او د بانکي چارو په اړه د متقابلو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

 

د افغانستان بانک چار سمبالي رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس په دې کتنه کې وویل، چې یاد بانک د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د قوانینو په چوکاټ کې ښو او غوره بانکي اړیکو ته ژمن دی او غواړي، چې په دې توګه په بانکي سکټور کې په ملي او نړیواله کچه آسانتیاوې رامنځته کړي.

 

د افغانستان بانک د رياست د دفتر عمومي آمر صدیق الله خالد په دې کتنه کې د بانکي سکټور په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په تخنیکي برخه کې ګډه همکاري د بانکي سکټور په وده او پراختیا کې د پام وړ مرسته کولای شي.

اړوند موضوعات

صادرات افغانستان به هند از طریق بندر واگه متوقف شده است

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د هند د فني ماموریت رئیس بهارات کومار د افغانستان بانک چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې هند به له افغانستان سره د بانکي سکټور په برخه ګډو همکاریو او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a reply