د لوګر ولایت والي د پادخواب شانه سیمې له يو شمېر مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

0
150

د لوګر ولایت والي د پادخواب شانه سیمې له يو شمېر مشرانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

14 مارچ سه‌شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې ورسته د لوګر والي مولوي عبدالعلي قدرت‌الله د لوګر ولايت د پادخواب شانه سیمې له يو شمېر مشرانو سره وکتل.

 

راغلو مشرانو د لوګر له والي سره په کتنه کې د دې سیمې د خلکو د ټولنیزو ستونزو، د دښتو او ځمکو پر سر د شخړو او جنجالونو په اړه خبرې وکړې.

 

د لوګر والي وويل، اسلامي نظام د خلکو د ستونزو د حل دنده لري او زياته يې کړه، چې محاکم د اسنادو او شواهدو پر اساس فيصله کوي او له شواهدو او اسنادو پرته فيصله نشي کولى.

 

نوموړي په خپلو خبرو کې ياد مشران د یو بل منلو ته وهڅول او ویې ویل، چې شخصي دښمنۍ پرېږدي او له خپل نظام څخه دفاع وکړي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار مرستیال والي د یاد ولایت ځینو مشرانو، هیټوالو او مجاهدینو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د لوګر والي مولوي قدرت الله د دوی د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

Leave a reply