د ننګرهار مرستیال والي د یاد ولایت ځینو مشرانو، هیټوالو او مجاهدینو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
د ننګرهار مرستیال والي د یاد ولایت ځینو مشرانو، هیټوالو او مجاهدینو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
7 مارچ سه شنبه 2023
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح ولايت مقام کې د ادارو مسئولينو، مجاهدينو، هټيوالو او ګڼ شمېر ولسي خلکو سره په جلا ناستو کې د دوی ستونزې او وړانديزونه د حل په موخه واورېدل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
خبر زیاتوي چې نوموړي د ادارو مسئولينو او مجاهدينو سره په ليدنه کې يو شمېر قضيې او ستونزې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ترڅنګ ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
اړوند موضوعات
د ننګرهار مرستیال والي د مومندرې ولسوالۍ مخورو د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه وکتل.
ده همدا راز د دره نور ولسوالۍ مخورو، يو شمېر هټيوالو او د بېلابېلو سيمو ګڼ شمېر ولسي خلکو سره په ناسته کې د دوی ستونزې واورېدې او عريضې يې ورته اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو په موخه راجع کړې.