د ننګرهار مرستیال والي د مومندرې ولسوالۍ مخورو د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه وکتل.
د ننګرهار مرستیال والي د مومندرې ولسوالۍ مخورو د دوی د ستونزو د اوریدو په موخه وکتل.
5 مارچ یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د خپل کار په دفتر کې د مومندرې ولسوالۍ مخورو سره په ليدنه کې په يو شمېر برخو کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
یادو قومي مخورو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او د خپل ولس په استازیتوب یې د پوره ملاتړ اعلان وکړ او د ځینو ستونزو او مشکلاتو د حل غوښتنه یې وکړه.
اړوند موضوعات
د ننګرهار والي د اکبر مؤسسې له رئیس او همکارانو سره لیدلي او پر یو شمیر پراختیایي پروژو یې خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد ولايت مرستيال والي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، چې اسلامي امارت ټولو برخو ته جدي پاملرنه لري، د ولسونو ستونزو حل او نورو برخو کې يې د قاطع اقداماتو ډاډ څرګند کړ.