د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ تفصيلي فيصله جاري کړي ده

0
100

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ تفصيلي فيصله جاري کړي ده۔

د ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال په څلور صفحه ليکلې فيصله جاري کړه۔

د فيصلې له مخې عدالت د عمران خان د نه ضمانتي ګرفتاري وارنټ جاري کړی او د مارچ په اوومه نيټه يې عمران خان ته احضار کړے وو خو سيشن کورټ د مارچ په شپږمه نيټه د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو درخواست مسترد کړے وو خو هائي کورټ هغه ختم کړې وو۔ .

په ليکلي پرېکړه کې ويل شوي چې د اسلام اباد هاي کورټ د پرېکړې له مخې بايد عمران خان ته په سيشن عدالت کې د حاضرېدو موقع ورکړل شي، هغه ته د مارچ په ١٣مه نېټه په سيشن عدالت کې د حاضرېدو امر شوی دی. پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د حاضرۍ څخه د استثنيٰ د درخواست په اړه پرېکړه به د اسلام اباد هائي کورټ او سيشن کورټ د تېرو پرېکړو په اساس کېږي.د اسلام اباد هائي کورټ په واضح ډول عمران خان ته د مارچ په ۱۳مه نېټه سېشن کورټ ته د حاضرېدو امر کړی و. د مارچ په میاشت کې عدالت ته حاضر شو، سیشن عدالت د عمران خان د حاضرۍ د استثنیٰ درخواست ردولو پرته بله چاره نه لرله، د عمران خان د حاضری نه د استثنیٰ درخواست د مارچ په دیارلسمه نېټه رد شو، د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاری وارنټ جاری شو.

Leave a reply