ننګرهار رسنیو دفتر: د یاد ولایت اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

0
129

ننګرهار رسنیو دفتر: د یاد ولایت اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

12 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن چهارشنبه د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو کلي کې د حاجي مسلم او شمال کورنیو ترمنځ ۳۸ کلنه دښمني، چې د دواړو لوريو څخه شپږ تنه پکې په قتل رسېدلي وو، په دوستۍ بدله او صلح تر مینځ وشوه.

یاده روغه جوړه د خوږياڼو ولسوال قاري صفت الله او قومي مشرانو په هڅو دواړو لوریو یو بل ته عفوه او دښمني یې په دوستۍ بدله شوه.

 

په همدې مناسبت یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د شینوارو د شپږو ولسواليو قومي مخورو، د خوږیاڼو قومي مشرانو، فریدون مومند، د ننګرهار پوهنتون معاون قاضي خالد صداقت، د خوږياڼو ولسوال قاري صفت الله حامد، د څلورمې حوزې آمر، د ننګرهار مرافعه محکمې د وثایقو آمر، د سپین غر ولسوال، د اچین ولسوال او د اچین امنیې قوماندان برخه اخیستې وه.

اړوند موضوعات

سرحدونو وزارت: ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو تر مینځ دیارلس کلنه شخړه حل او فصل کړی.

 

یاده دې وي چې د اسلامي امارت په راتګ سره زیاتو سیمو کې د ولسي خلکو او کورنیو تر مینځ شخړې او جنجالونه حل او فصل شوي.

Leave a reply