د اقتصادي مرستیال او نورو مسؤلینو په لاس د سالنګونو د لویې لارې رغنیزې چارې نن ورځ پیل شوی.
د اقتصادي مرستیال او نورو مسؤلینو په لاس د سالنګونو د لویې لارې رغنیزې چارې نن ورځ پیل شوی.
12 جولاي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارو پروژه نن چهارشنبه د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه پرانیستل شوه.
په یادو مراسمو کې د ریاستالوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټولګټو چارو وزارت سرپرست، د پروان او بغلان ولایتي مسؤلینو او د خصوصي سکټور استازیو حضور درلود.
ملابرادر د یادې پروژې د پرانیستې په موخه جوړو شویو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، له قوشتېپې کانال وروسته دا دوهمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د دې ملي پروژې بشپړولو ته چمتو دی او په دغه برخه کې قراردادي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومټره په اوږدوالي سره د دوه کلونو په موده کې بشپړيږي، چې زرګونو کسانو ته پکې کاري فرصتونه رامنځته کیږي.
د سالنګونو لویې لارې په واسطه د هېواد پر ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلیږي.
اړوند موضوعات
په دغه لویه لار په ورځني ډول زرګونه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي. پر دغه لاره تلونکي مسافر او موټروانان خوښ دي چې په بیارغېدو سره به یې شته ستونزې حل شي.