د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او د اوبو او انرژۍ وزیر نن ورځ د فراه ولایت د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او د اوبو او انرژۍ وزیر نن ورځ د فراه ولایت د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
20 مئي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د فراه ولایت د بخش آباد د بند د تونلونو پرانیسته ترسره شوه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بخش آباد بند د پرانیستو مراسمو ته وویل، بخش آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او مونږ په ټول توان د دغې پروژې په بشپړولو کې د فراه ولس تر څنګ ولاړ یو. دا وعده یوازې په الفاظو کې نه کوو، بلکې په ډېر اخلاص سره به یې چارې په عمل کې بشپړې کړو.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د فراه ولسونو د ستونزو حل د خپل ځان مسوولیت ګڼي، موږ باید تېر کال هڅه کړې وی چې سږ کال مو د دغه بند اوبه ذخیره کړې وی او ضایع شوې نه وی؛ خو اسلامي امارت ته د افغانستان ډېرې ستونزې په میراث ورپاتې دي، چې د ټولو حل په یو وخت کې ممکن نه دی.
د افغانستان اقتصادي زیربناوو بیارغونه ډېر کار ته اړتیا لري او په جدي توګه مې هڅې پیل کړې ترڅو په اقتصادي ډګر کې د ښو تحولاتو شاهدان واوسو.
د بخش آباد بند د پاتې چارو د تکمیلۍ په برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وکړو او له قراردادي شرکت څخه هم غواړو چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند ټول ملت ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مسوولین د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره صادق او ژمن دي، له ټول ملت مو هیله دا ده چې د هېواد په بیارغونه کې له خپل حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږي.
اړوند موضوعات
د کابینې غونډه؛ د بخش آباد او کمال خان بند د پاتې کارونو پر بشپړېدو ټینګار شوی دی
د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومټره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومټره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې پیل شوې چارې به یې په نېږدې راتلونکي کې بشپړې شي.