د کابل ولایت والي د یاد ولایت د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو سره د یادو ولسوالیو د امنیت او ستونزو د حل په موخه کتلي.

0
184

د کابل ولایت والي د یاد ولایت د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو سره د یادو ولسوالیو د امنیت او ستونزو د حل په موخه کتلي.

11 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ قاسم خالد او مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص د ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو سره په ګډه غونډه کې ولسوالانو خپل کاري راپورونه شریک او په اړوندو ولسوالیو کې یې د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

 

راغلو ولسوالانو وویل؛ د ا.ا په راتګ سره د خلکو ژوند کې ژور مثبت بدلون راغلی او خلک په ارامه فضا کې خپلې چارې پر مخ وړي.

 

د کابل والي ښاغلي خالد د دوی ته لازمي سپارښتنې وکړي، او د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې پوره ډاډ ورکړ. کابل والي دغه راز ولسوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ولس او نظام د لا نېږدې والي لپاره د ولسونو سره ترحم او عاطفه څخه کار واخلي او زیاته کړه ؛ چې د عاشورا په ورځو کې د اهل تشیع هیوادوالو لپاره امنیت ته ځانګړي پاملرنه وکړئ

 

هیره دې نه وي د یاد ولایت والي وویل: د ولسوالیو د ښاروالي مدیریت عواید دې بېرته د دې ولسواليو په ښار کې پر ښکلا او منظم پلان، سړک جوړولو او نورو رغنیزو پروژو باندې ولګول شي.

اړوند موضوعات

کابل والي: د هېواد پرمختګ او ځان بسیاینې په برخه کې د پرووژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

 

ښاغلي خالد د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې پر جدي اقدام او ژر تر ژره د هغوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ. شیخ محمد قاسم خالد دغه راز وویل؛ ولسونو له موږ سره ډیره همکاري کړې نو اوس پر موږ لازمه ده، چې د ولسونو ستونزې حل کړو.
دکابل ولایت مقام رسنیز دفتر

Leave a reply