کابل والي: د هېواد پرمختګ او ځان بسیاینې په برخه کې د پرووژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

کابل والي: د هېواد پرمختګ او ځان بسیاینې په برخه کې د پرووژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
08 جولاي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د ګل درې ولسوالۍ له یو شمېر سپین ږیرو او مخورو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې راغلو سپین ږیرو او مخوورو خپلې ستونزوې او وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل او د حل غوښتونکي یې شول.
دوی په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې د یادې ولسوالۍ تعلیمي او روغتیایي برخو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او اوس چې په کې هېواد اسلامي امارت حاکم شوی د دې لرې پرتې سیمې دغو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ګل درې ولسوالي له سپین ږیرو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
کابل والي په خپلو خبرو کې وویل؛ چې ولس ته د خدمتونو او اسانتیاوو برابرول د حکومت مسولیت دی او د امنیت ترڅنګ اقتصادي، تعلیمي، پرمختیایي او روغتیایي برخو کې پر ځان بسیاه کېدل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
اړوند موضوعات
کابل والي د فقیري سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.
شیخ محمد قاسم خالد دوی ته د تعلیم زمینې برابرولو، د ښوونځیو احاطه، او روغتیایي کلینکونو جوړولو په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ.






