کابل والي د فقیري سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.

0
100

کابل والي د فقیري سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې په پرانیست غونډه کې ګډون ترسره کړی.

07 جولائي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د فقیري سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې په پرانیست غونډه کې د وینا پرمهال وویل؛
خوشحاله یم چې د هېواد د چټک پرمختګ په برخه کې د یوې بنسټیزې برخې چې هغه د اوسپنې ویلې کولو یوه معیاري فابریکه ده ګډون کوم.

کابل والي زیاته کړه، چې په دې ملي پروژې سره به ډیرو افغانانو ته په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره شي.

 

شیخ محمد قاسم خالد همدا راز وویل، چې هېواد تازه له اوږدو جګړو راوتلی او  اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپل هېواد ته په هره برخه کې کار وکړو تر د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لامل شي.

 

کابل والي په خبرو کې صنعت او سوداګري د عبادت یوه برخه وګڼله  او د ډیرو پیغمبرانو سنت یې یاد کړل.

 

کابل والي د هېواد صنعت کارانو او ملي سوداګرو ته په خطاب کې د کیفیت لرونکو توکو په تولیدات ټینګار وکړ او په هره برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

کابل والي د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا له مسولینو او یوشمیر سپن ږیرو سره کتلي.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د خپلو خبرو په پای کې صنعت کارانو او سوداګرو ته وویل؛ تاسو خپل کار ته وده ورکړئ، موږ  یې درته زمینه برابرو او امنیت مو نیسو.

Leave a reply