کابل والي د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا له مسولینو او یوشمیر سپن ږیرو سره کتلي.

0
214

کابل والي د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا له مسولینو او یوشمیر سپن ږیرو سره کتلي.

07 جولائي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد په ولایت مقام کې د سروبي ولسوالۍ علماوو شورا له ریس، استازو او یو شمیر سپین ږیرو سره وکتل.

 

د غونډې په پیل کې د علماوو شورا غړو خپل کاري راپورونه او د چارو د پرمختګ په برخه کې لازم وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل.

 

ښاغلي خالد د یادې شورا کاري راپورونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې په وړاندې شویو وړاندیزونو به یې غور وکړي.

 

کابل والي دغه راز تر دې مهاله د شورا فعالیتونه ستایلي او وویل، چې د شورا جوړول یو مثبت ګام و، او په منځته راتګ سره یې د سروبي ولسوالۍ ډیرې قضیې حل او فصل شوي.

د یاد ولایت والي همدارنګه د یادې شورا غړو ته په خطاب کې وویل؛ چې د مسؤلیت احساس کول به کارونه لا چټک کړي او موږ او تاسو باید د خپلو کارونو د لا چټکتیا لپاره خپل مسولیت وپیژنو.

اړوند موضوعات

د کابل والي له یوه چینایي سوداګر سره کوم چې د افغانستان وچې میوې بهرته صادروي کتلي.

 

ښاغلي خالد د غونډې په پای کې یو ځل بیا د ولایتې ادارې ترمنځ په لا ډیرې همغږۍ ټینګار وکړ او د شته ستونزو هوارولو په برخه کې یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

Leave a reply