د کابل والي له یوه چینایي سوداګر سره کوم چې د افغانستان وچې میوې بهرته صادروي کتلي.

0
209

د کابل والي له یوه چینایي سوداګر سره کوم چې د افغانستان وچې میوې بهرته صادروي کتلي.

24 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین ولسي جمهوریت یوه سوداګر د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي د افغانستان تازه او وچې مېوې بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي.

 

دغه سوداګر همدارنګه د سوداکري په اړوندو برخو کې د اسلامي امارت هر اړخیزې مرستې غوښتنه کړې ده.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په پیل کې چینايي سوداګر ته ښه راغلاست وویل؛ د افغانستان په بیا رغونه او ځان بسیاینه کې د بهرنیو او کورنیو سوداګرو رول مهم دی او تاسې باید افغانانو ته د کاري زمینې په برابرولو کې لا ډیره هڅه وکړئ.

اړوند موضوعات

کابل والي له اړوندو ارګانونو سره د اختر ورځو د لا غوره امنیتي تدابیرو لپاره ناسته ترسره کړی.

 

کابل والي په دې لیدنه کې د یاد چنایي سوداګر په ګډون ټولو بهرنیو او کورنیو سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه او له ټولو سوداګرو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان له ډاډمن امنیت څخه په ګټې اخیستنې سره افغانستان کې پانګونه وکړئ.

Leave a reply