کابل والي له اړوندو ارګانونو سره د اختر ورځو د لا غوره امنیتي تدابیرو لپاره ناسته ترسره کړی.
کابل والي له اړوندو ارګانونو سره د اختر ورځو د لا غوره امنیتي تدابیرو لپاره ناسته ترسره کړی.
24 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل له امنیه قومندان د استخباراتو او مرکزي قول اردو له مسولینو سره د اختر په ورځو کې د ښه امنیتي تدابیرو لپاره په ولایت مقام کې غونډه وکړه.
د غونډې په پیل کې د کابل ولایت وروستي امنیتي وضعیت په اړه خپل معلومات وړاندې کړل او د اختر په ورځو کې یې د هېوادوالو د لا غوره امنیت ټینګښت په اړه خپلې طرحې له کابل والي سره شریکې کړې.
ښاغلي خالد کابل ښار کې د ښه امنیت ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې ښاریانو ته د خدمتونو وړاندې کول وستایل او په خپلو خبرو کې یې وویل؛ زموږ او تاسو کډ مسولیت دی، چې د ولسونو لپاره د ژوند ښه بستر رامنځته کړو.
کابل والي امنیتي مسولینو ته په خطاب کې وویل، چې د اختر په ورځو کې دې د هېوادوالو په ځانګړي ډول کابل ښاریانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او چاته اجازه ور نه کړي، چې ښاري نظم زیانمن او د ولسونو خوشحالي له مینځه یوسي.
اړوند موضوعات
د کابل والي د یاد ولایت د علماوو شورا له رییس او استازو سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.
کابل والي دغه راز امنیتي مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په چک پاینټونو کې دې د تلاشي پر مهال له ولسونو سره ښه چلند وکړي، تر څو ولسونه وکولای شي په ارامه فضا کې له تکلیف پرته د اختر خوشحالي ولمانځي.